الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال - لوېدیځ سړک قیر چارې روانې دي

12684.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته، د کابل شمال- لوېدیځ سړک قیر چارې په لوړ کیفیت او چټکتیا سره روانې دي. دغه سړک چې د کابل- پروان لویه لاره د ذاکرین له ښارکوټي څخه د قرغې له سړک سره نښلوي، (۷۶۴۵) متره اوږدوالی او په دوه لیکو کې (۳۰) متره سور لري. تر (۴) کیلو مترو پورې به په دوه لیکو کې د یاد سړک لومړۍ طبقه قیر چارې ډېر ژر بشپړې شي او د پاتې بنسټیزې برخې کار یې په چټکۍ سره روان دی ترڅو هرڅه ژر قیرکولو ته چمتو شي. د شمال - لوېدیځ سړک د جوړولو په پروژه کې د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو، استنادي دېوالونو، ترافیکي دهلیزونو او یوه معیاري سړک نورې برخې هم شاملې دي چې، چارې به ېې د روان کال په بهیر کې بشپړې شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د کابل - شمال لویې لارې (د خیرخانې کوتل سړک د۱۴ شمالي ولایتونو لار)  ترافیکي بهیر ووېشل شي