الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړبولو حشر ترسره شو

12687.jpg (1820 × 1024)

د ښاري سیمو د ښکلا او زرغونتیا په موخه، په دیارلسمه ناحیه کې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو حشر د دې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون ترسره شو چې په پایله کې یې د بېلابېلو سیمو ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې. د دیارلسمې ناحیې رئیس مولوي عبدالصمد عابد وویل: په ښار کې د ونو او زرغونو سیمو ساتنه او خړوبول د ټولو ګډ مسئولیت دی او په دې برخه کې باید خپله ملي او دیني دنده هیڅکله هېره نه کړو. ورته مهال د یادې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، په خپلو سيمو کې به زرغونې سیمې او ونې خړوبوي او په دوامداره توګه به یې ساتنه کوي؛ ځکه شنه فضا او زرغونې سیمې د انسان په ژوند کې مهم او ارزښتناک رول لوبوي. د يادونې وړ ده، چې په دې حشر کې د ديارلسمې ناحيې اوسېدونکو د (۲۹) ټانکرونو  اوبو په چمتوکولو سره د ښار په زرغونتیا کې ونډه واخیسته او په راتلونکي کې به هم دغه  نېک کار ته دوام ورکړي