د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک څه باندې یو کیلو متر برخه قیر چارو ته چمتو شوې ده

12689.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د (۲۱۰۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره د قلعه شانان نښلوونکي سړک د جوړولو چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې؛ یو کیلو متر برخه یې قیرکولو ته چمتو شوې ده. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ دغه سړک چې په دولسمه ناحیه کې د قلعه زمان خان شپېته متره سړک د نولسمې ناحیې اړوند حربي پوهنتون ته مخامخ د کابل- جلال آباد له سړک سره نښلوي، څه باندې یو کیلو متر برخه به یې ډیر ژر قیر شي. دغه راز د یاد سړک د بنسټیزې برخې په جوړولو هم کار روان دی ترڅو هرڅه ژر قیر کولو ته چمتو شي. همدارنګه د دې سړک په اوږدو کې د (۸۵۰) مترو په اوږدوالي یو کانال، او د (۶۰) مترو په اوږدوالي او د (۱۸.۴) مترو په سور سره د کابل سیند د پاسه یو پُل هم  جوړیږي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د کابل- جلال آباد سړک د ترافیکي بهیر په وړاندې ستونزې حل او د سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي