د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دوه ویشتمه ناحیه کې د دوو سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

12695.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ترانسپورټي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د دوه ویشتمې ناحیې اړوند د ۹م ب ګذر په قلعه محسن او د ۱۰م ګذر په اتفاق پایین سیمو کې د دوو فرعي سړکونو د جوړولو چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم د رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري او د دوه ویشتمې ناحیې د رئیس انجنیر سردارولي رحیمي له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېرمشرانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو دتنظیم رئیس وویل: له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د حل په موخه به ورته نورې پروژې پلي کړو، څو ښاریانو ته ټولنیزې او ښاري اسانتیاوې رامنځته شي. نوموړي زیاته کړه : په نهم ب ګذر کې سړک (۵۰۰) متره اوږدوالی او (۶) متره سور او په لسم ګذر کې سړک (۱۴۳۵) متره اوږدوالی او له (۴څخه تر۵) مترو پورې سور لري چې، د(۴) کوچنیو پلونو او لښتیو په ګډون د کانکرېټ په کارولو سره د (۱۹) میلیونه افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته جوړ شوي دي. په همدې توګه د دوه ویشتمې ناحیې رئیس د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه وکړه چې، د یادو سړکونو ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه  مخنیوی وشي. نوموړي زیاته کړه: د دغو سړکونو په جوړېدو سره د سیمې د اوسېدونکو موسمي ستونزې حل او دوی یوې روښانه راتلونکې ته هیله من دي