د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د لسمې ناحیې د ونو او زرغونو سیمو د خړوبولو په موخه حشر ترسره شو

12697.jpg (1820 × 1024)

 د لسمې ناحیې د مسئولینو او ښاریانو په ګډون د یادې ناحیې د زرغونو سیمو او ونو د خړبولو په موخه حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې د بېلابېلو سیمو ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې. د لسمې ناحيې مرستيال قاري عبدالحي شه-ید زوى په دې اړه وويل: په دې حشر کې د دې ناحیې د علماوو، ګذروکيلانو او د ځوانانو شورا غړو برخه اخيستې وه او ژمنه يې وکړه، چې د خپلو ونو او زرغونو سیمو خړوبولو ته به پاملرنه کوي؛ ځکه د ونو او زرغونو سیمو ساتنه او خړوبول، یوازې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې موږ ټول ګډ ټولنیز او ښاري مسئولیت لرو.  ورته مهال د لسمې ناحیې د سیمه ییزو شوراګانو غړو ژمنه وکړه، چې د دې ناحیې زرغونې سیمې او ونې به په دوامداره توګه خړوبوي او ساتنه به یې کوي، ترڅو د یادې  ناحیې زرغونې سیمې ښکلا او پراختیا ومومي