د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک د کرښو اچولو چارې پیل شوې

12700.jpg (1820 × 1024)

د ترافیکي نظم رامنځته کېدو په موخه، د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې د E  برخې سړک د کرښو اچولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست له زیربنايي پروژو څخه د څارنې آمر انجنیر حامد سادات په وینا؛ دا سړک ۳۳٠٠  متره اوږدوالی او ۱۱.۲، ۱۲.۵ او ۴۰ متره سور لري چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون یې چارې تېر کال پیل شوې وې، اوس مهال یې یوازې د پلولارو او تمځایونو جوړولو، کرښواچولو او د ترافیکي نښو د نصبولو چارې پاتې دي چې ډېر ژر به ترسره شي. نوموړي زیاته کړه: د کرښو اچولو په چارو کې پر سړک د متصل، منقطع ، د پلو لارویانو د ځای په نښه کولو او د ترافیکي نښو نصبول شامل دي.  په واټونو او سړکونو د کرښو اچول د ښاري او ترافیکي نظم د رامنځته کېدو په برخه کې خورا ارزښت لري. انجنیر سادات ډاډ څرګند کړ چې، د کار د ښه کیفیت او په ټاکلي وخت د پروژې د پلي کېدو په موخه یې  فني او تخنیکي څارنې ترسره کړې دي