د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي (میرویس میدان) پورې د سړک جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

12701.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د درېیمې ناحیې اړوند له دهمزنګ څخه تر کوټه سنګي( میرویس میدان) پورې د (۳۲۲۶) مترو په اوږدوالي او د (۳۰) مترو په سور سره د سړک د پراختیا او جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ د سړک جوړولو په دې پروژه کې د یوه معیاري سړک د ټولو برخو جوړول شامل دي چې، چارې به یې د روان کال تر پایه بشپړې شي. دغه راز د کابل ښار د ماستر پلان له مخې به تر جوی شیر پورې د یاد سړک پراختیا چارې هم  ډېر ژر پیل شي، ترڅو د کابل ښار معیاري ودې ته زمینه برابره او د ښار په مرکزي برخو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمښت ومومي.