الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې په E برخه کې د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي

12703.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري د اتمې ناحیې اړوند د رحمن مېنې په E برخه کې د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي او د (۲۶) مترو په سور سره چې ټول مساحت یې، (۱۳۰۰۰) متر مربع کیږي د یوې زرغونې سیمې د جوړولو چارې روانې دي. اوس مهال د (۴) میلیونه افغانیو په لګښت، د (۲.۵) مترو په لوړوالي د یوه احاطوي دېوال د جوړولو او کټارو نصبولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي او په راتلونکې کې به یې دنیالګیو کېنولو او چمن کرلو په اړه اقدام وشي. دغه سیمه مخکې د یو شمېر فرصت غوښتونکو له لوري غصب شوې وه چې، تر بېرته راګرځولو وروسته یې د زرغونتیا په اړه اقدام وشو