د کابل ښاروالۍ له لوري د دوه ویشتمې ناحیې اړوند له بت خاک (ملالۍ) څلورلارې څخه د حلقوي سړک تر اوږدو پورې د ۱۳۲۵ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولانو په وینا؛ اوس مهال د یاد سړک د خاورینې برخې، لښتیو جوړولو او کیندنو چارې روانې دي ترڅو هرڅه ژر قیر چارو ته چمتو شي. د یاد سړک د کار له کیفیت څخه انجنیران په ټاکلي وخت تخنیکي او فني څارنې کوي
له بت خاک (ملالۍ) څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي