د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوه ګډ کار په ترڅ کې د شپږمې ناحیې ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې

12707.jpg (1820 × 1024)

د ښاري کلتور د دودونې په اړه د عامه پوهاوي د برنامو په پایله کې د شپږمې ناحیې په بېلابېلو سیمو کې د زرغونو سیمو او ونو د خړوبولو په موخه حشر ترسره شو. په دې حشر کې د کابل ښاروالۍ مسئولانو او د یادې ناحیې د عالمانو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شورا غړو ګډون کړی وو. د شپږمې ناحیې مرستیال قاري محمد قسیم ساپي وویل: د یادې ناحیې ښاریان ژمنتیا لري چې، د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره په ګډه د زرغونو سیمو د پراختیا او نورو ښاري مسایلو په برخه کې دوامداره مرسته وکړي؛ ځکه د ښار آبادي او زرغونتیا د ټولو ګډ مسئولیت دی. نوموړي د حشر ګدونوال د ونو او زرغونو سیمو ساتنې ته وهڅول او ویې ویل: هر یو زموږ په دې برخه کې دیني او ملي مسئولیت لرو. ورته مهال د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست د عامه پوهاوي آمر محمد یاسین امین وویل: ونو ته اوبه ورکول زموږ د دین لارښونه او ملي مسئولیت دی او اړتیا ده چې، هېڅ وخت دا کار هېر نه کړو او خپلې کورنۍ او ماشومان هم پوه کړو ترڅو په ټولنیزو کارونو کې برخه واخلي. د یادونې وړ ده چې، ګډ کارونه مسئولان او ښاریان هڅوي ترڅو د خپل ښار زرغونتیا ته لا ډېر پام وکړي