الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي سړک قیرچارې روانې دي

12713.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې ( میرزا عبدالقادر بېدل) سړک پورې د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او د (۴۵) مترو په سور سره د نوي نښلوونکي سړک قیرچارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د دې سړک د یو کیلو متر برخې لومړۍ طبقه قیر چارې ترسره شوې دي او د نورې برخې د قیرچارو سربېره یې دبنسټیزې برخې په جوړولو هم کار روان دی. د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸۰) مترو په اوږدوالي او د(۱۲،۸۰) مترو په سور سره د دوه پلونو، لښتیو او نښلوونکو کانالونو او پلو لارو جوړول، د بایسکل چلولو کرښې، ګلدانونه، تم ځایونه، کرښې اچول او د ترافیکي نښو نصبول هم د دې پروژې مهمې برخې دي، چې په جوړېدو سره به یې  په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ستونزې حل او د سیمې اقتصادي ودې ته به هم زمینه برابره شي