د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د شلمې ناحیې اړوند د لومړي ګذر په چرخ آب سیمه کې د (۶۰۰) مترو په اوږدوالي او له (۳.۵ څخه تر۵.۵) مترو پورې سور سره د یوه فرعي سړک او (۶) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ په دغه پروژه کې له تیږو څخه د لښتیو جوړول هم شامل دي چې، تر دې مهاله یې (۷۵) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې او ورسره جوخت به د سیمې د اوسېدونکو پروړاندې شته موسمي ستونزې حل او ګڼ شمېر ښاري او ټولنیزې آسانتیاوې به ورته رامنځته شي
د شلمې ناحیې په لومړي ګذر کې د فرعي سړک او کوڅو جوړولو چارې روانې دي