الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې د کوڅو او جوړولو ۳ پروژې بشپړې شوي

12722.jpg (1820 × 1024)

د اوومې ناحیې په ۲۱، ۲۳، ۲۹ او ۳۰م ګذر کې د کوڅو او سړک د (۳) پروژو کانکرېټ چارې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجنیر میرالرحمن ناصري، د اوومې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري او د سیمې د یو شمېر مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په دې اړه وویل: دغه پروژې له ښارې آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو د ستونزو د حل او د کاري بوختیاوو  رامنځته کولو په موخه، د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته پلې شوې. نوموړي زیاته کړه چې، د ۲۱م ګذر اړوند د چهلستون بڼ په سیمه کې د (۸۳۰) مترو په اوږدوالي او له (۳څخه له تر۶) مترو په سور سره د کوڅې او سړک، د ۲۳م ګذر په تڼي کوټ سیمه کې د (۱۱۴۸)مترو په اوږدوالي او له (۳ څخه تر۳.۵) مترو پورې د کوڅې جوړولو او د ۲۹م او۳۰م ګذر په چهلستون سیمه کې د (۶۲۰) مترو په اوږدوالي او له (۳ څخه تر۴) مترو په سور سره د کوڅو جوړولو چارې د (۱۹.۲ ) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې بشپړې شوې. ورته مهال د اوومې ناحیې رئیس د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي وښوده او هیله یې وکړه چې د سیمې اوسېدونکي به یې ساتنې ته پام وکړي