د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د زمري (اسد) میاشتې د ۲۴مې نیټې د نمانځلو په مناسبت د کابل ښار په کچه تنظیفي حشر ترسره شو

12724.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د تنظیف رياست له خوا، د زمري میاشتې د ٢٤مې، د  بریا او د کابل ښار د فتحې د درېيمې کليزې د نمانځلو په مناسبت، د کابل ښار په دوه ويشت ګونو ناحيو کې تنظیفي حشر ترسره شو. د ښار پاکوالی او نظافت د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست لوی مسئولیت دی چې له ځنډپرته ترسره کیږي. د تېرو درې کلونو په بهیر کې (۱۳۸۹۱۴۹) مټریک ټنه کثافات د تنظیف ریاست د زیارکښه کارکوونکو له خوا د ښار له بېلابېلو سیمو څخه راټول او د خښولو په موخه له ښار څخه د باندې د ګزک سیمې ته لېږدول شوي دي. اوس د ښار تنظیفي وضعیت تر بل هر وخت ښه شوی او ښاریان ترې خوښ دي