د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د دوو فرعي سړکونو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

12738.jpg (1820 × 1024)

د دولسمې ناحیې اړوند د ۱۹م ګذر د څرخي پله په سیمه او د ۳۱م ګذر اړوند په دولت آباد سیمه کې د دوو فرعي سړکونو چارې بشپړې او د دولسمې ناحیې د مرستیال مولوي محمود او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د استازي انجنیر ذبیح الله رحیمي له لوري په داسې حال کې چې، د سیمې یو شمېر اوسېدونکو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. انجنیر ذبیح الله رحیمي  په دې اړه وویل: په ۱۹م ګذر کې سړک (۶۱۰) متره اوږدوالی او په ۳۱م ګذر کې سړک (۴۰۰) متره اوږدوالی او له (۶ څخه تر۷) مترو پورې سور لري چې، چارې یې د لښتیو په ګډون د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، په ټولیزه توګه د (۱۲.۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې بشپړې شوې. د دغوې سړکونو په جوړېدو سره د ښاریان ګڼې ستونزې هوارې، ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. هیله کیږي چې ښاریان د یادو سړکونو ساتنې ته پام وکړي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي