د کابل ښاروالۍ له خوا په اتمه ناحیه کې د بیني حصار سیمې څخه تر بګرامي پله پورې د نښلونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه سړک چې، د کابل - لوګر سړک له بګرامي سره نښلوي، (۷۵۰۰) متره اوږدوالی او (۸) متره سور لري، او د شېوه کي، د رحمن مېنې له شا، ګل بته او د کارته نو تپې ور څېرمه سیمو څخه تېرېږي. اوس مهال د دغه سړک د کيندنې او خاورې لېږدولو سربېره، د لښتیو په جوړولو هم کار روان دی. د یاد سړک په جوړېدو سره به له یوې خوا د سیمو اوسېدونکو ته ګڼې آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به د کابل - لوګر او کارته نو سړکونو کې ترافیکي ستونزې هوارې شي
له بیني حصار څخه د بګرامي تر پله پورې د سړک جوړولو چارې روانې دي