د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له هنګرها څلورلارې څخه د قصبې تر سړک پورې د نوي سړک چارې ۵۵ سلنه مخته تللې دي

12742.jpg (1820 × 1024)

د پنځلسمې ناحیې اړوند له هنګرها څلورلارې څخه تر قصبې ( میرزا عبدالقادر بېدل) سړک پورې د نوي سړک چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، تر دې مهاله (۵۵) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکو (۴) میاشتو پورې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د انجینرانو په وینا؛ دغه سړک د (۱۸۹۰) مترو په اوږدوالي او د (۴۵) مترو په سور سره د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون د جوړېدو په حال کې دی چې، د یو کیلو متر برخې لومړۍ طبقه قیر چارې یې ترسره شوې دي او د نورې برخې د قیرچارو سربېره یې دبنسټیزې برخې په جوړولو هم کار روان دی.په همدې توګه د یاد سړک په اوږدو کې د وزیر آباد کانال د پاسه د (۱۲.۸۰) مترو په اوږدوالي او د (۱۲،۸۰) مترو په سور سره د دوه پلونو جوړول هم د یادې پروژې برخه دي. د دې سړک او پلونو په جوړېدو سره به په ورڅېرمه سړکونو کې ترافیکي ستونزې حل او د سیمې اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي