د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

12746.jpg (1820 × 1024)

د ترانسپورتي، ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د اوولسمې ناحیې اړوند مزار هډې پر لور د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده چې دا سړک به د ۲۵۲۰ مترو په اوږدوالي او ۶۰  مترو په سور سره په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې د روان کال په بهیر کې په بنستيزه توګه جوړ شي. د لښتیو، پلو لارو، د بایسکل چلولو لیکو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول، تم ځایونه، کرښې اچول او ترافیکي نښو نصبول د دې سړک مهمې برخې دي. د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې جوړول، د کابل ښار د تلپاتې اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې ځانګړی اهمیت لري چې، په جوړېدو سره به یې د هېوادوالو پر وړاندې پرتې ترافیکي ستونزې حل او ګڼ شمېر آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. کابل ښاروالي ژمنتیا لري چې، د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمښت او د ښاریانو د ستونزو هوارولو په موخه، د یاد سړک چارې په دوه کاري شفتونو کې په چټکۍ سره ترسره کړي. د ښار په ګڼه ګوڼه لرونکو سیمو کې د سړکونو جوړول ډېر وخت ته اړتیا لري؛ له دې کبله د سړک جوړولو پروژو په پلي کولو کې د ښاریانو زغم او مرستې ته جدي اړتیا لیدل کیږي. په همدې توګه کابل ښاروالي یو ځل بیا په ټینګار سره د یاد سړک په اوږدو کې هټیوالو ته خبر ورکوي چې، خپل توکي له هټیو څخه د باندې ځای پر ځای نه کړي، ځکه د دوی دغه عمل  د سړک جوړولو پروژې پر وړاندې خنډونه جوړوی