الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کمپنۍ-برچي سړک په اوږدو کې د یوه اساسي پله د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

12748.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د پنځمې او دیارلسمې ناحیې اړوند د کمپنۍ- برچي سړک په اوږدو کې د (۲۰) مترو په اوږدوالي او په دوه لینونونو کې د (۲۰) مترو په سور سره د موټرو د تګ راتګ لپاره د یوه پله د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. د کار، ساتنې او مراقبت ریاست د مسئولینو په وینا؛ تر اوسه د یاد پله بنسټیزې او د لومړۍ طبقې فرش چارې په دوو کاري شفټونو کې (د شپې او ورځې) په ښه کیفیت ترسره شوې دي چې، ډېر ژر به یې قیر چارې هم ترسره او د ترافیکو پر مخ به پرانیستل شي. د دې پله په جوړېدو سره به د لوېدیځ زون د اوسېدونکو ګڼې ستونزې حل او د تګ راتګ په برخه کې به آسانتیاوې ورته رامنځته شي