د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

12751.jpg (1820 × 1024)

د قلعه زمانخان له (۶۰) متره سړک څخه د حربي پوهنتون مخې ته ( د کابل – جلال آباد سړک)د قلعه شانان د نوي نښلونکي سړک د جوړولو چارې، د (۲۱۰۳) مترو په اوږدوالي او (۳۰) مترو په سور سره په چټکۍ روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د  تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه سړک له یو کیلومتر څخه زیاته برخه قیر اچولو ته چمتو شوې او په ورته وخت کې د سړک په پاتې برخو کار روان دی، ترڅو قیر کولو ته چمتو شي. دغه راز د ياد سړک په اوږدو کې د (٨٥٠) مترو په اوږدوالي د يوه کانال او د (٦٠) مترو په اوږدوالي او د( ١٨،٤) مترو په سور د موترو د تګ راتګ په موخه، د يوه پله جوړول هم شامل دي. د یاد سړک او پله په بشپړیدو سره به، د کابل – جلال آباد پر سړک د ترافیکو ګڼه ګوڼه کمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي