الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کارته سه سیمه کې د ۵ فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې

12756.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د شپږمې ناحیې اړوند د کارته سه په سیمه کې د پنځه فرعي سړکونو د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت رياست د يوه کارکوونکي انجنير اڅکزي امين په وینا، دغه سړکونه په ټولیزه توګه (١١٢٨) متره اوږدوالی او له (١٦ څخه تر٢٠) مترو سور لري، چې د پلولارو او لښتیو په ګډون به د (٢٠) ميليونه افغانيو په لګښت، د (۴) میاشتو  په موده کې جوړ شي. ورته مهال د شپږمې ناحيې  رئیس مولوي عبدالخالق بدر په دې اړه وويل: د دغو فرعي سړکونو په جوړېدو سره به د اړوندو سيمو د ترافيکو د بهیر په ويشلو سربېره، د يادې سيمې اوسېدونکو ته ګڼې آسانتياوې رامنځته شي. نوموړي زياته کړه: د دغو سړکونو د خراب حالت له امله د دې سيمې اوسېدونکو پخوا هم شکايت درلود، چې اوس د دوى غوښتنو ته رسېدنه کېږي