د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک پورې د سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

12760.jpg (1820 × 1024)

 د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه مهم سړک به د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او (۶۰) مترو په سور سره، په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې، د لښتیو، پلولارو، ګلدانونو،  د با یسکل چلولو کرښو، تم ځایونو او د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون تر راتلونکي یوه کال پورې جوړ شي. د یاد سړک په بشپړیدو سره چې د ختیځ زون اقتصادي دهلیز بلل کیږي، له یوې خوا به د عامې روغتیا څلورلارې، مکروریان او ور څېرمه سړکونو کې ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او له بلې خوا به د کابل ښار معیاري او دوامداره ودې ته زمینه برابره شي