د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د رحمن مېنې د E برخې سړک د جوړولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي

12762.jpg (1820 × 1024)

 د (۳۳۰۰) مترو په اوږدوالي او د (۱۱.۵، ۱۲.۵ او ۴۰) مترو په سور سره د رحمن مېنې د ( E) برخې سړک د جوړولو چارې چې، تېر کال د کابل ښاروالۍ لخوا  پیل شوې وې د بشپړېدو په حال کې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې هکله وویل: دغه سړک د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړېږي چې، اوس مهال یې د کرښو اچولو چارې په چټکۍ سره روانې دي او په نږدې ورځو کې به یې څراغونه او ترافیکي نښې هم نصب شي.  نوموړي زیاته کړه چې، د کرښو اچولو په چارو کې، موازي،متصل، منقطع ،د پلو لارو دهلیزونه او ترافیکي سمبولونه شامل دي. په واټونو باندې د کرښو اچول د ترافیکي نظم او ښه مدیریت په برخه کې خورا ارزښت لري. انجنیر سادات له موټر چلوونکو غوښتنه وکړه ترڅو په کرښو د موټر له چلولو څخه ډډه وکړي ترڅو له ترافیکي پېښو مخنیوی وشي او کرښې ژر پاکې نشي. د یادونې وړ ده چې، د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د یاد سړک په اوږدو کې د (۱۰۰۵) مترو په اوږدوالي، د (۱.۵) مترو په سور او د (۱.۵) مترو په ژوروالي سره یو کانال هم جوړ شوی ترڅو د ځمکې د سر اوبه ولېږدوي او د سړک له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي