په اوومه ناحیه کې له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک (پل حسن سړک) د جوړولو او پراختیا چارې چې، څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رياست د معلوماتو له مخې، دغه سړک چې (١٣٤٨) متره اوږدوالى او (٣٠) متره سور لري، اوس يې د کانالونو او لښتیو د جوړولو تر څنګ، د کیندلو، د خاورې لېږدولو او د بنسټیزې برخې د جوړولو چارې روانې دي، چې د روان کال ترپایه به بشپړې شي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست انجینران به د کار د ښه کیفیت د تامین او په ټاکلې موده کې د دغې پروژې د بشپړیدو په موخه، خپلې فني او تخنیکي څارنې ترسره کوي
له ده دانا څخه تر چهلستون پورې د سړک جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي