د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څوارلسمې ناحیې اړوند د پغمان د۱۲م ګذر په کشکک سیمه کې د سړک جوړولو پروژه د بشپړېدو په حال کې ده. په دې پروژه کې چې، (۱۰۳۰) متره اوږدوالی او (۷) متره سور لري، د لښتیو، او اوسپنیزو پلچکونو جوړول هم شامل دي، چې چارې به یې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې بشپړې شي. کابل ښاروالۍ په څوارلسمه ناحیه کې له ښاري آسانتیاوو څخه محرومو سیمو کې، ښاریانو ته د لا زیاتو ټولنیزو او ښاري آسانتیاوو د برابرولو په موخه، ګڼې پروژې طرحه او پلې کوي
د پغمان په کشکک سیمه کې د سړک جوړولو پروژه د بشپړیدو په حال کې ده