له ښاري تاسیساتو د ساتنې او څارنې په موخه؛ د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست له خوا د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د سړک د زیانمن شویو برخو د بیارغونې چارې روانې دي. د ياد سړک د یوې کرښې هغه برخې چې، د وخت په تېرېدو سره زیانمنې شوې وې، له فني او تخنيکي څېړنو وروسته په اساسي او معياري ډول د پرمختللې ماشينرې په کارولو سره بیارغول شوې دي او دغه کار د همدې سړک په دویمه کرښه کې هم ترسره کېږي. د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او څارنې ریاست به د اړتیا په صورت کې، د ښار د نورو سړکونو د بیارغولو په اړه هم اقدام وکړي
د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر هنګرها څلورلارې پورې د سړکونو دبیارغولو چارې روانې دي