د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د څلورمې ناحیې اړوند د شهرنو پارک څلور خواوو ته د پلو لارو جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. ټاکل شوې ده دغه پلې لارې د (انترلاک) تیږو په کارولو سره د (۱۳۰۰) مترو په اوږدوالي او له (۲ څخه تر۵) مترو پورې سور سره جوړې شي. تر اوسه د یاد پارک دوه خواوو د پلو لارو جوړولو چارې بشپړې شوې دي او په دوه نورو خواوو یې کار روان دی، چې په جوړېدو سره به یې، د ښاري ښکلا رامنځته کېدو سربېره د ښار په دې مرکزي برخه کې پلو لارویانو ته آسانتیاوې رامنځته شي
د شهرنو پارک څلور خواوو ته د پلو لارو جوړولو چارې په چتکۍ سره روانې دي