د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له دارالامان مانۍ څخه تر فیصل ښارګوټي پورې د (۳۱۷۶) مترو په اوږدوالي او د( ۳۳) مترو په سور سره د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه سړک به د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او د یوه معیاري سړک د نورو برخو په ګډون د روان کال په بهیر کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د ګل باغ سړک چې، د کابل لوېدیځه برخه له سویل سره نښلوي، په راتلونکې کې به د شلمې ناحیې اړوند تر چهل دختران سیمې او کابل- لوګر سړک پورې دوام ورکړل شي
د ګل باغ سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي