د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اتمه ناحیه کې د کوڅو او سړک جوړولو دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

12785.jpg (1820 × 1024)

ښاریانو ته د ښاري او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د اتمې ناحیې اړوند په ۱۳م ګذر کې د اقبال سینما شاته د یوه فرعي سړک د جوړولو، او د ۲۶م  ګذر د قلعه نعمان سیمه کې د کوڅو جوړولو پروژې بشپړې او د اتمې ناحیې د رئیس مفتي روح الله عثماني، د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست استازي ذبیح الله رحیمي، مشرانو او د یادو سیمو یو شمېر اوسیدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د اتمې ناحيې رئیس په خپلو خبرو کې د يادو سيمو له اوسېدونکو وغوښتل، چې د نويو جوړ شويو سړکونو او کوڅو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي، څو یې د ژر ويجاړيدو مخه ونيول شي. نوموړي زیاته کړه: د دغو سړکونو او کوڅو په جوړېدو سره به د سیمو د اوسېدونکو ستونزې هوارې او ګڼې ټولنیزې آسانتیاوې به دوی ته رامنځته شي. ښاغلي عثماني ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به هم ورته نورې پروژې طرحه او پلې شي. همدارنګه انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: په۱۳م ګذر کې د پلولارو او لښتیو په ګډون، د (۱۶۰) مترو په اوږدوالي او (۱۱) مترو په سور سره سړک، او په ۲۶م ګذر کې د لښتیو په ګډون، د (۱۰۰۰) مترو په اوږدوالي او له (۳.۵ څخه تر ۴،۵) متره په سور د کوڅو جوړول شامل دي چې، د (۹،۵) میلیونو افغانیو په لګښت د کابل ښاروالۍ لخوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په (۳) میاشتو کې بشپړ شوي دي