په اتمه ناحیه کې د دې ناحیې د مسؤلینو او ښاریانو په ګډون د ونو خړوبولو حشر ترسره شو چې، په پایله کې یې د بېلابېلو سیمو ونې او زرغونې سیمې خړوب شوې. د اتمې ناحیې رئیس مفتي روح الله عثماني په دې اړه وویل، د ونو او زرغونو سیمو ساتنه او خړوبول د ټولو ګډ مسئولیت دی، په همدې موخه د یادې ناحیې اوسېدونکو د اوبو د ټانکرونو په چمتو کولو سره د بېلابېلو برخو په زرغونتیا کې برخه واخیسته. نوموړي زياته کړه، چې د دې ناحیې زرغونې سیمې او ونې به په دوامداره توګه خړوب او وساتل شي؛ ځکه زرغونتیا د انسان په ژوند کې مهم او ارزښتناک رول لري. دغه راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رياست د عامه پوهاوي آمر محمد ياسين امين هم د دغه حشر له ګډونوالو څخه د مننې په ترڅ کې وويل: د ونو او زرغونو سیمو خړوبول او ساتنه زموږ ټولو ملي او ديني دنده ده، له همدې امله موږ باید هیڅکله په دې برخه کې خپل مسئولیت هیر نکړو. په ورته وخت کې د یادې ناحیې اوسېدونکو ژمنه وکړه چې، د ښاري پلانونو او برنامو د پلي کولو په برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي
په اتمه ناحیه کې د ونو خړوبولو حشر ترسره شو