الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې په چټکۍ سره روانې دي

12789.jpg (1820 × 1024)

د ۱۷مې ناحیې اړوند د خیرخانې کوتل سړک د دویمې برخې د جوړولو او پراختیا چارې، د کوتل له سر څخه د مزار هډې په لوري د (۲۵۲۰) مترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو په سور سره په چټکۍ روانې دي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو، بایسکل چلولو کرښو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول، په سړک د کرښو اچول، د ترافیکي نښو او څراغونو نصبول او د یوه معیاري سړک نور جزئیات شامل دي، چې په روان کال کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې سړک جوړول او پراختیا، د دوامدارې ودې، غوره ترانسپورتي زیربناوو ته د لاسرسي او د ترافیکي ستونزو د هوارولو په برخو کې ځانګړي اهمیت لري