د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د څلورمې ناحیې د تایمني پروژې د لومړي ګذر اړوند د پنځم سړک په سیمه کې د تفریحي پارک د جوړولو چارې روانې دي. د دغه پارک د جوړولو په پروژه کې چې، نږدې (۱۰۰۰) متره مربع مساحت لري، د احاطې دیوال او پلولارو جوړول، د اوږدو څوکیو نصبول، د چمن کرل، د نيالګيو او ګلانو ايښودل شامل دي، چې ډېر ژر به يې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د څلورمې ناحیې په لومړي ګذر کې د تفریحي پارک د جوړېدو چارې روانې دي