ښاریانو ته د ترانسپورتي او ټولنیزو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د نهمې ناحیې اړوند د ۱۸م ګذر په قلعه وزیر سیمه کې د (۳) کوڅو د جوړولو چارې (۹۰) سلنه مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې اونۍ پورې به بشپړې شي. دغه پروژه د لښتیو په ګډون په ټولیزه توګه (۵۱۳) متره اوږدوالی او له (۳ څخه تر۴.۵ ) مترو پورې سور لري، چې د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، له ښاري اسانتیاوو څخه په محرومو سیمو کې د کاري بوختیاوو او آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پلې کیږي
د نهمې ناحیې په ۱۸م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې ۹۰ سلنه مخته تللې دي