الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د بت خاک کلي د فرعي سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي

12797.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د (۸۰۰) مترو په اوږدوالي، د (۴.۵) او (۶) مترو په سور سره، د دولسمې ناحیې په ۳۲م ګذر کې د بت خاک کلي د فرعي سړک کانکرېټ چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ، په دغه پروژه کې د لښتي جوړول هم شامل دي چې، تر دې دمه یې (۸۰) سلنه چارې مخته تللې دي او تر راتلونکې یوې میاشتې پورې به بشپړې شي. یاده پروژه د ښاریانو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې ده چې، په بشپړېدو سره به یې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي