الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر ختیځ خوا ته د کانال جوړولو پروژې چارې پیل شوې

12809.jpg (1820 × 1024)

 د ځمکې د سر اوبو د مدیریت په موخه، د نهمې او پنځلسمې ناحیې اړوند د هوايي ډګر ختیځ خوا ته د اوبو لېږدولو د یوه لوی کانال د جوړولو پروژې چارې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د زیربنايي پروژو د څارنې آمر انجنیر محمد حامد سادات په دې هکله وویل: دغه کانال چې، د هوایی ډګر له سویل څخه د ځمکې سر اوبه شمال خوا ته د وزیر آباد کانال ته لیږدوي، په ټولیزه توګه (۳۵۲۰) متره اوږدوالی، (۲.۲) متره سور او له (۱.۸ څخه تر۲.۲) مترو پورې ژوروالی لري، او چارې به یې د څلورو میاشتو په موده کې بشپړې شي. د دغه کانال په جوړېدو سره به د اوبو دزیاتېدو له پلوه د ګاونډيو سيمو ستونزې په بشپړه توګه حل او د سړکونو د ژر ويجاړيدو مخه به هم ونيول شي