الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوايي ډګر له څلورلارې څخه تر ګمرک سیمې پورې د ۲۷۹۴ مترو په اوږدوالي د سړک جوړولو چارې روانې دي

12811.jpg (1820 × 1024)

د نهمې ناحیې اړوند د هوایي ډګر له څلورلارې څخه د کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې تر ګمرک سیمې پورې د (۲۷۹۴) مترو په اوږدوالي او د (۶۰) مترو په سور سره، په دوه اصلي او دوه فرعي لیکو کې د نښلوونکي سړک د جوړولو چارې روانې دي. دغه راز د ځمکې سر اوبو د مدیریت او د سړک له ژر وړیجاړېدو څخه د مخنیوي په موخه، د یاد سړک په اوږدو کې د (۱۴۵۰) مترو په اوږدوالي، له (۲ څخه تر۲.۵) مترو په سور او له (۱ څخه تر۱.۶) مترو پورې په ژوروالي یو کانال، او د یاد کانال په سر د (۴۲) او (۶۰) مترو په اوږدوالي او له (۱ څخه تر۳ )مترو په سور سره (۳) کوچني پلونه هم جوړیږي. په همدې توګه د یاد سړک دواړو خواوو ته پلې لارې، د سړک منځ ګلدانونه، د بایسکل چلولو لیکې، تم ځایونه او د یوه معیاري سړک نور جزئیات هم د جوړېدو په حال کې دي، چې چارې به یې تر راتلونکي یوه کال پورې په بنسټیزه توګه بشپړې شي