د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.85 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 252 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې

12814.jpg (1820 × 1024)

د ځمکې سر اوبو د مدیریت په موخه د کابل ښاروالۍ له خوا د پنځمې ناحیې اړوند د قرغې له فامیلیو څخه د قرغې تر ( آبریزه) سیمې پورې د یوه کانال د جوړولو چارې پیل شوې. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا؛ دغه کانال (۴۹۰) متره اوږدوالی، (۱.۹) متره سور او (۱.۶) متره ژوروالی لري چې، چارې به یې د(۴) میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه بشپړې او ورسره جوخت به د اوبو دزیاتېدو له پلوه د ګاونډيو سيمو ستونزې په بشپړه توګه حل او د سړکونو د ژر ويجاړيدو مخه به هم ونيول شي