الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کارته نو سړک د فرعي لیکو د پاتې برخو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې روانې دي

12818.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له لوري له درېیم سړک څخه د کارته نو تر تپې پورې د سړک د فرعي لیکو د جوړولو پر وړاندې د استملاکي ملکیتونو او نورو خنډونو د پاکولو چارې روانې دي. ټاکل شوې ده دیاد سړک دواړو خواوو ته د پاتې برخې فرعي لیکې  د (۲۵۱۸) مترو په اوږدوالي، د (۹.۷ او ۱۱.۶) مترو په سور سره د لښتیو، پلو لارو او ګلدانونو په ګډون د (۶۰) میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شي. د دغو فرعي لیکو په اوږدو کې (۱۵۸) ملکیتونه تر استملاک لاندې دي چې، د استملاک قانون له مخې به یې مالکانو ته بدیل حقونه ورکړل شي. د یادو فرعي سړکونو په جوړېدو سره به ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه او ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه براره شي