الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.20 افغانی
1 یورو 73.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په ۲۵م ګذر کې د کوڅو جوړولو چارې روانې دي

12823.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د اتمې ناحیې اړوند ۲۵م ګذر د غیبي بابا په سیمه کې د (۳) کوڅو د جوړولو چارې روانې دي. دغه کوڅې چې په ټولیزه توګه (۱۰۷۵) متره اوږدوالی، ( ۳.۵  او ۴) متره سور لري، د لښتیو په ګډون یې چارې تر دې دمه (۳۵) سلنه مخته تللې دي او ټاکل شوې ده د یوې میاشتې په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دغو دوو کوڅو په جوړېدو سره به د سیمې د اوسېدونکو پر وړاندې شته موسمي ستونزې حل او ګڼ شمېر ټولنیزو او ترانسپورټي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. د یادونې وړ ده چې، په دې پروژه کې یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده