د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په هڅو او د هبیتات دفتر په مرسته د نولسمې ناحیې د دویم ګذر اړوند د تنګي غارو سیمې په زرغون کمربند کې یو شمېر جوړ شوي تاسیسات د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني له لوري په داسې حال کې چې، د هبیتات دفتر استازو او د کابل ښاروالۍ یو شمېر رئیسانو یې ملتیا کوله ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو مرستیال د هبیتات دفتر څخه د یو شمېر تاسیساتو جوړولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: مخکې په نولسمه ناحیه کې تفریحي پارک نه وو او دا لومړی ځل دی چې په یاده ناحیه کې یو تفریحي پارک جوړ شوی دی. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، د یادې سیمې ساتنې ته پام وکړي. ښاغلي سجستاني وویل چې، په راتلونکې کې به د نولسمې ناحیې په بېلابېلو سیمو پرمختیايي پلانونه پلی شي ترڅو د دې ناحیې اوسېدونکي ښاري تاسیساتو او زیربناوو ته لاس رسی ومومي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د معلوماتو پر بنسټ؛ د تنګي غارو سیمې په زرغون کمربند کې د (۱۱۵) مترو په اوږدوالي زینې، د (۲۶۰) مترو په اوږدوالي اوسپنیزې کټارې، د (۱۰۴) مترو په اوږدوالي پلې لارې او دوه د سیوري ځایونه جوړ شوي دي او په همدې توګه د روښنایۍ په موخه د لمریزې برښنا د تولید په موخه (۹) تختې سولرونه او (۱۵) اوږدې څوکۍ نصب شوې او دغه راز د یادې سیمې په ځینو برخو کې چمن هم کرل شوي چې، چارې یې د (۴) میاشتو په موده د هبیتات دفتر په مرسته بشپړې شوې. د یادونې وړ ده چې، د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست کارکوونکي د تنګي غارو سیمې د زرغون کمربند په (۲۱۰) هکټاره ځمکه کې د (۰۵۰۰۰ ۱)، یو سلو پنځه زره میوه لرونکو او بې میوې ونو او بوټو په خړوبولو بوخت دي او له هغه څخه دوامداره ساتنه کوي
د تنګي غارو سیمې زرغون کمربند په یوه تفريحي پارک بدل شو