الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د کابل شمال- لوېدیځ سړک قیر چارې روانې دي

12834.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري،  له ذاکرین ښارګوټي څخه تر قرغې سړک پورې د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک قیر چارې روانې دي. دا سړک ۷۶۴۵ متره اوږدوالی او په دوه لینونونو کې۳۰ متره سور لري چې، تر دې مهاله یې د ۴ کیلو متره برخې لومړۍ طبقه قیر چارې په دوه لینونونو کې بشپړې شوې دي او اوس مهال یې د ذاکرین ښارګوټي په لور د پاتې برخې قیر چارې روانې دي چې، له خیرخانې کوتل سړک سره به ونښلول شي. ورته مهال د یاد سړک په یو شمېر برخو کې د غره د لمنې د کېندلو، هوارولو، خاورې لېږدولو او د نورو برخو چارې هم په چټکۍ سره روانې دي ترڅو قیر چارو ته چمتو شي. د دې سړک په جوړېدو سره به د خیرخانې کوتل او ښار د نورو مرکزي سړکونو ترافیکي حجم راکم او د سیمو معیاري ودې ته به زمینه برابره شي