الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د قلعه شانان سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي

12836.jpg (1820 × 1024)

د قلعه زمان خان له شپېته متره سړک څخه کابل – جلال آباد سړک په اوږدو کې د حربي پوهنتون تر مخې پورې د ۲۱۰۳ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په سور سره  د قلعه شانان نښلوونکي سړک د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي. د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پروژو د  تنظیم ریاست د معلوماتو له مخې؛ د دغه سړک ۱.۵ کیلو متره برخه قیرچارو ته چمتو شوې ده او  ورته مهال د دې سړک په پاتې برخو کار روان دی ترڅو قیر کولو ته چمتو شي. په همدې توګه د ياد سړک په اوږدو کې د ٨٥٠ مترو په اوږدوالي د يوه کانال او د ٦٠ مترو په اوږدوالي او د ١٨،٤ مترو په سور سره د موترو د تګ راتګ په موخه، د يوه پله جوړول هم شامل دي. د دې سړک او پله په جوړېدو سره به د کابل – جلال آباد پر سړک ترافیکي ګڼه ګوڼه را کمه او د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې ته به زمینه برابره شي