د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.12 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحیې اړوند سیمو کې د فرعي سړکونو د جوړولو درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

12846.jpg (1820 × 1024)

د شلمې ناحیې د درېیم، څلورم او پنځم ګذر اړوند د قلعه رشید، قلعه تراب، نوآباد او خیرآباد په سیمو کې د فرعي سړکونو د کانکریټ کولو درې پروژې بشپړې او د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس انجینر میرالرحمن ناصري، د شلمې ناحیې رئیس مولوي عبدالغفور عمري او د یادو سیمو مشرانو او اوسېدونکو له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د برنامو او پروژو د تنظیم رئیس په دې هکله وویل: دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګروملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو د اوسیدونکو د ستونزو د حل او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه پلې شوې دي. ښاغلي ناصري زیاته کړه: په درېیم ګذر کې سړک (۱۱۵۶) متره اوږدوالی او له (۳،۸ څخه تر۵) مترو پورې سور، په ۴م ګذر کې سړک (۷۶۰) متره اوږدوالی او له (۴څخه تر۶) مترو سور، او په ۵م ګذر کې سړک (۱۳۲۳) متره اوږدوالی او له(۴ څخه تر۵) مترو پورې سور لري چې، د جوړولو چارې یې د(۲۹،۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۴) میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي. دغه راز د شلمې ناحيې رييس د يادو پروژو په بشپړېدو خوښي څرګنده کړه او هيله يې وکړه، چې د يادو سيمو اوسېدونکي دې د خپلو سړکونو ساتنې ته ډېره پاملرنه وکړي تر څویې له ژر ویجاړېدو څخه  مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده چې، د یادو پروژو له لارې (۶۰۰) تنو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شوې وه