د کابل ښاروالۍ د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د دیارلسم او څوارلسم بلاک ترمنځ د سړک قیر چارې د بنسټیزو چارو تر بشپړېدو وروسته پیل شوې. دغه سړک د ۱۰۷۰ مترو په اوږدوالي او د۴۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او نورو برخو په ګډون جوړیږي چې چارې به یې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې بشپړې شي. د دولسمې ناحیې مرستیال مولوي محبوب وویل چې، د دې سړک په جوړېدو سره به د ښاریانو ګڼې ستونزې حل او ترانسپورتي آسانتیاوو ته به لاس رسی ومومي. نوموړي د سیمې د اوسېدونکو په استازیتوب ژمنه وکړه چې، د یاد سړک ساتنې ته به پام کوي ترڅو یې له ژر ویجاړېدو څخه مخنیوی وشي
د احمدشاه بابا مېنې د ۱۳م او ۱۴م بلاک ترمنځ د سړک قیر چارې پیل شوې