د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د اوولسمې ناحیې د ۲۸م ګذر اړوند په رفاه ښارګوټي سیمه کې د ۷۰۰ مترو په اوږدوالي او د ۷ مترو په سور سره د یوه فرعي سړک د جوړلو چارې روانې دي او ټاکل شوې ده تر راتلونکې یوې اونۍ پورې بشپړې شي. دا پروژه له آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د پلي کېدو په حال کې ده
د اوولسمې ناحیې په ۲۸م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېټ چارې روانې دي