د اوومې ناحیې د ۱۹م ګذر اړوند په سناتوریم، د ۳۷ ګذر اړوند په ریشخور او د ۴۰ م ګذر اړوند د کوچیانو درې په رسیمه کې د سړک او کوڅو جوړولو د (۳) پروژو چارې بشپړې او د اوومې ناحیې د رئیس مولوي عبدالغفور غفوري، د پروګرامونو او پروژو د تنظیم ریاست د غیر اختیاري پروژو د څارنې د آمر انجنیر ذبیح الله رحیمي او د سیمې د مشرانو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د اوومې ناحیې رئیس د یادو پروژو د چارو له بشپړېدو خوښي وښوده او ویې ویل: د ښاریانو د ستونزو دهوارولو په برخه کې دا پروژې خورا ارزښت لري او له ښاریانو څخه یې غوښتنه وکړه چې، د نویو جوړو شویو کوڅو او سړکونو ساتنې ته پام وکړي. ورته مهال انجنیر ذبیح الله رحیمي وویل: په ۱۹ م ګذر کې فرعي سړک ۵۸۲ متره اوږدوالی او ۱.۶۵ او ۵ متره سور، په ۳۷م ګذر کې د تیږو فرش پروژه ۸۴۷ متره اوږدوالی او ۶ متره سور او په ۴۰م ګذر کې د فرعي سړک کانکرېت چارې ۵۰۳ متره اوږدوالی او ۵ متره سور لري چې، چارې یې د کابل ښاروالۍ له لوري د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته په ټولیزه توګه د ۲۴.۱ میلیونه افغانیو په لګښت د شپږ میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه ترسره او بشپړې شوې. نوموړي دغه راز وویل چې، په یادو پروژو کې ۶۰۰ تنه هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه. دا پروژې له ښاري آسانتیاوو څخه د محرومو سیمو اوسېدونکو ته د کاري بوختیاوو او ښاري آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه پلې شوې او په راتلونکې به د یادې ناحیې په کچه ورته نورې پروژې هم طرحه او پلې شي
په اوومه ناحیه کې د کوڅو او سړک جوړولو د (۳) پروژو چارې بشپړې شوې