د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دیارلسمه ناحیه کې د (۲) سړکونو د جوړولو پر وړاندې د شته خنډونو د پاکولو چارې روانې دي

12861.jpg (1820 × 1024)

د دیارلسمې ناحیې اړوند له امید سبز ښارګوټي څخه تر عرفاني سړک( برچي سیمې) او پر دوام یې تر قلعه قاضي پورې د دوه سړکونو د جوړولو پر وړاندې د شته استملاکي خنډونو د پاکولو چارې روانې دي او ورته مهال د یادو سړکونو بنسټیزې او د خاورو لېږدولو چارې هم پیل شوې دي. ټاکل شوي ده د امید سبز ښارګوټي له اصلي سړک څخه تر عرفاني سړک سړک پورې سړک د ۳۸۳۴ مترو په اوږدوالي او د ۴۵ مترو په سور او پر دوام یې د حلقوي سړک تر اوږدو یا قلعه قاضي سیمې پورې سړک د ۱۱۴۶ مترو په اوږدوالي او د ۲۰ مترو په سور سره تر راتلونکو ۱۵ میاشتو پورې په بنسټیزه توګه جوړ شي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به د کابل ښار د لوېدیځي برخې اقتصادي ودې ته زمینه برابره او ښاریانو ته به د تګ راتګ په برخو کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي