د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 69.75 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په کارته سه سیمه کې د پنځو فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي

12864.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د شپږمې ناحیې اړوند په کارته سه سیمه کې د ۵ فرعي سړکونو د جوړولو چارې روانې دي. د یادې پروژې د مسئول انجنیر اڅکزي امین په وینا؛ دا سړکونه په ټولیزه توګه ۱۱۲۸ متره اوږدوالی او له ۱۶ څخه تر ۲۰ مترو پورې سور لري چې، چارې به یې د لښتیو په ګډون د ۴ میاشتو په موده کې په معیاري توګه بشپړې شي. د نوموړي په وینا؛ اوس مهال د یادو سړکونو د کېندنو او د لښتیو جوړولو چارې روانې دي ترڅو تر راتلونکې یوې میاشتې پورې قیر چارو ته چمتو شي. د دې سړکونو په جوړېدو سره به د ترافیکي بهیر د ویش سربېره د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي