الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي

12868.jpg (1820 × 1024)

 د څلورمې او ۱۷مې ناحیې اړوند د سرای شمالي او نادريې لیسې د څلورلارو تر منځ د (۳۲۸۹) مترو په اوږدوالي او د (۲۰ - ۳۰) مترو په سور سره، د بادام باغ سړک د جوړولو او پراختیا چارې روانې دي. د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مسئولینو په وینا، د دغې پروژې چارې په چټکۍ سره روانې او ټاکل شوې ده چې د روان کال په بهیر کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سړک جوړولو په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو او ګلدانونو جوړول، د څراغونو نصبول او په سړک د کرښو اچول شامل دي، چې په بشپړیدو سره به یې له یوې خوا د کابل شمالي او مرکزي برخو په اوږدو کې ترافیکي آسانتیاوې رامنځته او بل خوا به د ورڅېرمه سیمو اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره شي