الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د مکروریان له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا لومړني کارونه روان دي

12874.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ له خوا د کابل-جلال آباد سړک په اوږدو کې د مکروريان له څلورلارې څخه تر تنګي غارو پورې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختيا لومړني کارونه، ( کيندل، د خاورې لېږدول، د لښتیو جوړول او د استملاکي ملکیتونو او نورو پاتې خنډونو پاکول) روان دي.  د دې سړک د لومړۍ برخې د جوړولو او پراختیا چارې چې، له مکروریان څلورلارې څخه تر پکتیاکوټ پورې (۹۳۹۷ ) متره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري د (۲۰) میاشتو په موده کې به په عصري او معیاري ډول بشپړې شي.  په دې پروژه کې د لښتیو، پلولارو، تم ځایونو، ګلدانونو ، او د بایسکل چلولو لیکو جوړول، د څراغونو او ترافیکي نښو نصبول هم شامل دي